د چین او امریکا د پانډا د ساتندویه همکاريو نوی پړاو به لا زياتې پایلې ولري
CMG2024/10/16 10:58:05
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اکتوبر په ۱۵مې نېټې رسنیو ته په امریکا کې د چیني پانډاګانو د ساتنې حالات معرفي کړي او ويلي يې دي، د چین او امریکا ترمنځ د پانډا د ساتندویه همکاريو نوی پړاو به د پخوانيو همکاريو پر بنسټ لا زياتې پایلې ترلاسه کړي.

نوموړې ويلي، د امریکا په اتلانتا ژوبڼ کې د چین دوه پانډاګان (لونګ لونګ، یانګ یانګ) او د دوی دوه بچيان د اکتوبر په ۱۳مې نېټې په خوندیتوب چین ته راوړل شوې دي.

ماونينګ د پانډاګانو روغتيا د ډاډ وړ بللې او باور يې ښودلی، چې د چین او امریکا ترمنځ د پانډا د ساتندويه چارو نوی پړاو به د مخکېنیو همکاریو پر بنسټ ښې پایلې ترلاسه کړي او د نړيوالې بيولوژيکي تنوع د ساتنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره به نوې لارې پرانيزي.