۱۳۶م کانټن نندارتون يا د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۶ نندارتون د دغه هېواد پر اقتصاد د ډيريدونکي اعتماد او د نړيوال زرغون اقتصاد په پراختيا کې د هغه د مهم رول نښه ده. چيني پلورونکي او نړيوال پېرودونکي د چين تر ټولو لوی سوداګريز نندارتون ته ورغلي چې له نوښتونو ډکې ټکنالوژۍ او پرمختللي زرغون توليدات پکې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د نندارتون پراخه فضا د دې څرګندونه کوي چې چين د ودې پر حال کې کليدي بازار دی چې ۴۶۰۰ شرکتونو یې د لومړي ځل لپاره په يوه نندارتون کې ګډون کړی و.
کانټن نندارتون د هغو شرکتونو لپاره سوداګريز اسانچاری دی چې غواړي خپلې سرچينې له چين څخه پوره کړي. ياد نندارتون يو داسې چوکاټ دی چې نړيوالو ته د مصرفي بازار نوي مسيرونه او د سوداګريو د ودې ذهنيتونه برابروي. د نندارتون فضا له داسې کمپنيو ډکه ده چې په چين کې د پښې اېښودو د ځای په لټه دي او غواړي چې په چيني مارکېټ کې له شته فرصتونو ګټه واخلي.
کانټن نندارتون په خپلې عصري بڼې سره له ۱۹۵۷م کال راهيسې هر کال دوه ځله جوړيږي او کال تر بله پرمختګ کوي.
ګوانژو له مودو راهيسې د نړيوالې سوداګرۍ دهليز دی او د سلګونو کلونو لپاره د سوداګرۍ کليدي مرکز پاتې شوی دی. اروپايانو له چين سره خپله سوداګري د پېرل سيند دلتا له لارې پيل کړه چې ورسره ګوانژو په اروپايي ذهنونو کې د چين مترادف شو. کانټن نندارتون دغه پخواني سنت ته ادامه ورکوي.
ان مخکې تر دې چې اروپايان يادې سيمې ته ورسيږي، ګوانژو د وريښمو د سمندري لارې په شبکه کې محوري رول درلود او له چين، نورې اسيا او د روم له امپراتورۍ سره یې سوداګري اسانه کړې وه. هغه مهال به د روم امپراتورۍ شاهانو د فخر لپاره د چين ورېښمينې جامې اغوستې.
د ياد نندارتون موخه دا ده چې د هغو کسانو لپاره کار اسانه شي چې په چين کې د خپلې سوداګرۍ د پراخولو په لټه کې وي. دغه راز له چيني کمپنيو او کاروباريانو سره هم مرسته کوي چې په کال کې دوه ځله د نويو مشتريانو د موندلو او نويو سوداګريزو تړونونو د لاسليکولو فرصت ومومي. د نندارتون مساحت ۱.۵۵ ميليونه متره مربع دی او د توليدي شرکتونو، داخلي ډيکوريشن او ژوند ډول په صنايعو کې پر کار د بوختونو کمپنيو ۷۴ زره غرفې پکې اېښودل شوې دي.
چين د ګڼ شمېر بهرنيو کمپنيو لپاره تر ټولو مهم سوداګريز شريک او د ډيرو نورو لپاره د ګټې وټې اصلي سرچينه ده.
د سږني نندارتون يوه ډیره خاصه ځانګړنه په نندارتون کې د انلاين ګډونوالو په شمېر کې د پام وړ ډيروالی و. دا ځل ۴۸ زره کمپنيو په مجازي ډول په نندارتون کې ګډون کړی و چې د اپريل مياشتې د نندارتون په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالی ښيي. پر دې سربېره، په نندارتون کې د فزيکي ګډونوالو شمېر هم د پام وړ ډير و او دا هر څه د دې څرګنده نښه ده چې چين د بهرنيو کمپنيو د اقتصادي ښېرازۍ لپاره څومره مهم دی.
د چين د برياليتوب د يوې بلې نښې په توګه د کانټن نندارتون ۷۵ سلنه پېرودونکي د کمربند او لارې نوښت د ګډونوالو هېوادونو وګړي دي.
د کانټن ۱۳۶م نندارن چې د ګانګډونګ ولايت په ګوانژو کې د اکټوبر پر ۱۵مه نېټه پيل شوی، نړيوالې سوداګرۍ او د زرغون اقتصاد پراختيا ته د چين کلکه ژمنتيا ښيي. حقيقت دا دی چې د چين له فعالانه ګډون پرته به د نړيوالې سوداګرۍ او ښېرازۍ مسير تت او تياره وي.
په سږني نندارتون کې تر ۳۰ زرو ډيرو کمپنيو په حضوري ډول ګډون کړی او د ټولو موخه له لوړ کيفيت پراختيا او لوړې کچې ورخلاصون سره مرسته کول ده. سږ کال د نورو ټولو کلونو په پرتله ډير د زرغون او پايدار انکشاف لپاره د ټکنالوژۍ پر اهميت ټينګار کيږي.
کانټن نندارتون يو له بل سره تړلي، خوندي او د اعتماد وړ نړيوال اکمالاتي ځنځير ته اړتيا لا ډيره تقويه کوي. او دا په خپل وار سره ثابتوي چې ملاتړ پالنه او پر بنديزونو او تعرفو ويشلي اقتصادونه ولې غير عملي او بې ګټې دي. د کانټن نندارتون دوامداره وده دا ښيي چې چين د نندارتون ټولو ګډونوالو هېوادونو ته څومره مهم دی. له چين سره له ازاد او پرانيستي تجارت پرته به د زرغون اقتصاد پراختيا او نړيوال اقتصاد دواړه ټکني شي.
کانټن نندارتون له ملاتړپالو پاليسيو او سوداګريزو خنډونو سره په بشپړ تضاد کې واقع دی. پېرونکي او پلورونکي دواړه پوهيږي چې نړيواله ښېرازي له چين سره په ازادې او پرانيستي سوداګرۍ کې نغښتې ده. ياد نندارتون ښيي چې څرنګه سوداګريزې اړيکې د زرغون اقتصاد د ودې سبب کيږي. کانټن نندارتون له وياړه ډک افتخار دی چې په نړيواله سوداګرۍ کې د مخکښ لوبغاړي په توګه د چين رول را برسېره کوي.