د سراسري جنوب هېوادونو د فکري مرکزونو فورم ترسره شو
CMG2024/10/17 10:06:24
شريکول:

د سولې، پرمختګ، امنيت او د ګډ برخليک د سمسورې نړۍ د ابادۍ په عنوان د سراسري جنوب هېوادونو د فکري مرکزونو فورم د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د برېکس هېوادونو د ۲۰۲۴ کال سرمشريزې په درشل کې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوی دی.

دا فورم د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو ادارې او د چين ميډيا ګروپ لخوا په ګډه ترتيب شوی و او د نړۍ د ۷۶ هېوادونو سياستوالو، حکومتي استازيو، د فکري مرکزونو کارپوهانو او رسنيو پکې په انلاين او حضوري ډول ګډون کړی و.

( سپوږمۍ)