اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د نبطيه پر ښاروالۍ هوايي برید کړی
CGTN2024/10/17 11:03:15
شريکول:

د لبنان عامې روغتيا وزارت د اکتوبر په ۱۶مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د دغه ښار په جنوب کې د نبطيه پر ښاروالۍ هوايي بريد کړی، چې له امله یې ۱۶ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، د اسرائيلي ځواکونو په دغه بريد کې د نبطيه ښاروال هم وژل شوی دی.

د لبنان صدراعظم نجيب ميقاتي په همدې ورځ د اسرائيلي ځواکونو ياد بريد  په سختو ټکو غندلی او ویلي يې دي، چې اسرائيلي ځواکونو د  نبطيه ښاروالۍ پر يوې غونډې برید کړی دی.

نوموړي ويلي، اسرائيلي ځواکونو په داسې حال کې پر نبطيه ښاروالۍ بريد کړی، چې هلته  له بې کوره خلکو او کډوالو سره د مرستو رسولو په پار غونډه روانه وه.

نجيب میقاتي ويلي، د اسرائيلي ځواکونو دغه بريد د دې ښکارندويي کوي، چې دوی يوازې د حزب الله پر وړاندې نه، بلکې د ټول لبنان پر وړاندې جنګيږي.