د ۲۰۲۴م کال لپاره د يونيسکو د نجونو او ښځو د تعليمي جايزو ورکولو مراسم د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې ترسره شول.
د چين د دولت رئيس مېرمن او د یونيسکو د نجونو او ښځو د تعليمي چارو ځانګړې استازې پنګ لي يوان يادو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړې په پيغام کې ويلي، چې چين د نجونو او ښځو تعليمي چارو ته په درنه سترګه ګوري او د چيني نجونو او ښځو د تعليمي چاپېريال د ښه کولو ترڅنګ د نړۍ د ټولو مېرمنو تعليمي چارو ته هم وده ورکوي.
پنګ لي يوان ويلي، هېواد به یې له بېلا بېلو خواوو سره د ناريناوو او ښځو ترمنځ د مساواتو او د نړۍ د ښځو چارو ته د پرمختګ ورکولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.