د اروپايي ټولنې ۱۶ هېوادونه پر اسرائيل فشارونه اچوي
CMG2024/10/17 10:03:02
شريکول:

د اروپايي ټولنې هغه ۱۶ هېوادونه، چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو ميشتو لنډمهالو ځواکونو ته يې پوځيان لېږلي، د اکتوبر په ۱۶مې نېټې يووالي ته رسېدلي چې په بريدونو کې د يادو ځواکونو له ښکېلولو څخه د ډډې په پار تر خپلې وسې پر اسرائيل زيات فشارونه واچوي.

د خبر له مخې، د ايټاليې او فرانسې دفاع وزيرانو په همدې ورځ د يادو ۱۶ هېوادونو د دفاع وزيرانو د يوې انلاين ناستې ګډه مشري کړې ده.

د دغې انلاين ناستې برخه والو د اسرائيل او لبنان پر روانو نښتو جدي اندېښنه څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو پر ځواکونو د اسرائيل پر بريدونو يې سختې نيوکې کړې دي.

دوی ويلي، اسرائيلي ځواکونو په دغسې بريدونو د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه ګواښلي دي.