شي جين پينګ د محصلينو د نړيوالو نوښتي سياليو برخه والو ته ځوابي پيغام ولېږه
CMG2024/10/17 11:25:19
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د محصلينو په نړيوالو نوښتي سياليو کې د برخه والو محصلينو استازيو ته ځوابي پيغام استولی دی.

نوموړي په پيغام کې د دوی هڅونه کړې او ښې هيلې ورته وړاندې کړې دي.

شي جين پينګ په پيغام کې نوښت د انسانانو پرمختيايي سرچېنه او ځوانان د نوښت عمده براروونکي بللي دي. نوموړي هيله ښودلې، چې محصلين د علمي روحيو په رڼا کې د علمي او تخنيکي نوښتونو لپاره کوښښونه وکړي، د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ علمي او تخنيکي نظرتبادلې پرمخ بوځي او د علمي پرمختګ لپاره کارونه وکړي.

د روان کال د محصلينو په نړيوالو نوښتي سياليو کې د ۱۵۳ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲ زره محصلينو ګډون کړی دی.

د دغو سیاليو ۲۵ برخه والو محصلينو په دې وروستيو کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته پيغام استولی او په يادو سياليو کې یې د خپل ګډون احساس بيان کړی او په نوښتي فعاليتونو کې يې د برخې اخيستنې هوډ ښودلی دی.