عباس عراقچي: د ايران او امريکا ترمنځ د نظر تبادلې لارې پرانيستې دي
CMG2024/10/17 10:38:42
شريکول:

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د اکتوبر په ۱۶مې نېټې ويلي، چې د ايران او امريکا ترمنځ د نظر تبادلې لارې لا هم پرانيستې دي.

عباس عراقچي اوسمهال له اردن څخه په لېدنې بوخت دی او په بیروت کې يې له رسنيو سره په خبرو کې د ايران او امريکا ترمنځ د نظر او معالوماتو د تبادلې لارې د بدګومانې د له منځه وړلو او د احتمالي تېروتنو د مخنيوي لپاره ډېرې مهمې بللې دي.

 نوموړي ويلي، د ايران او امريکا ترمنځ د نظر تبادلې لارې نه دي تړل شوي او په تهران کې یې د سويس سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د معالوماتو د تبادلې يوه رسمي سرچېنه ياده کړې او په خبره يې، د اړتيا په صورت کې دواړه هېوادونه هملته نظرونه تبادله کوي.