لي چيانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۲۳مې غونډې کې ګډون وکړ
CMG2024/10/17 10:28:51
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۲۳مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

په دغې غونډې کې د  بېلاروس صدراعظم رومان ګولوفشينکو، د قزاقستان لومړی وزير اولزاس بيکټينوف، د قرغېزستان صدراعظم اکيربیک جباروف، د روسيې صدراعظم ميخايل ولاديمیرويچ ميشوستين، د تاجکستان صدراعظم قاهر رسول زاده او د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف ګډون کړی و او د پاکستان صدارعظم شهباز شریف د غونډې مشري کړې ده.

لي چيانګ یادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد یې غواړي د دغه سازمان له غړيو هېوادونو سره د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي، د یووالي او متقابل اعتماد، د سولې او ارامۍ، سوکالۍ او پرمختګ، ښه ګاونډیتوب او عادلانه ”پنځه ګډ کورونه“ به اباد کړي.

لي چيانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د ژورتيا په پار څلور وړانديزونه کړي دي:

۱- د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې له خپلو دندو سره سم ستراتيژيکې همکارۍ وکړي.

۲- د دغه سازمان غړي هېوادونه دې د پرمختګ په برخه کې فعالې او پياوړې همکارۍ وکړي.

۳- د شانګهای همکارۍ سازمان غړي دې د لویو چېلنجونو پر وړاندې چمتوالی ونيسي.

۴- د دغه سازمان غړي هېوادونه دې د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې زياتې کړي.