عبد الفتاح السيسي د سیمه ییزې جګړې د مخنیوي غوښتنه وکړه
CMG2024/10/18 10:40:03
شريکول:

د مصر ولسمشر عبد الفتاح السيسي د اکتوبر په ١٧نېټې په پلازمېنې قاهرې کې د ايران له بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي سره ليدلي او د سیمې پر وضعيت يې ورسره خبرې کړې دي.

السیسي په منځني ختیځ کې د شخړو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او د هراړخیزې سيمه ييزې جګړې د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ په یوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر السیسي په غزه او لبنان کې د اوربند او د جګړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو دوام اړين بللی دی.

د مصر بهرنیو چارو وزیر عبدالعطي هم په همدې ورځ له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د سیمه ییز تاوتریخوالي د زیاتېدو او مخنيوي په اړه خبرې کړې دي.

عبدالعطي يو ځل بیا په ټينګار ويلي، چې هېواد يې د سیمه ییزو شخړو د اصلي لاملونو د له منځه وړلو لپاره د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتنه لري او د هر هغه اقدام مخالفت کوي، چې د لبنان حاکمیت ته زیان رسوي.