چين: هند دې د تایوان اړوند مسئلې سمې هوارې کړي
CMG2024/10/18 11:09:45
شريکول:

خبري رسنۍ وايي، تایوان سیمې د هند په ممبۍ ښار کې خپل نوی دفتر پرانيستلی او دا یې په دغه هېواد کې درېیم دفتر دی.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۷مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، په نړۍ کې يوازينی چين شته او تايوان یې د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده.

نوموړې له هر هغه هېواد سره ټينګ مخالفت ښودلی، چې له چين سره سیاسي اړيکې لري او په ورته وخت کې د تایوان ادارې سره هم رسمي تماسونه او تګ راتګ کوي.

 چین له هند سره ټينګ مخالفت ښودلی، چې د تایوان ادارې سره یې تګ راتګ پیل کړی او دا یې د یو چین پېژندنې له اصل او سیاسي ژمنې څخه سرغړونه بللې ده.

د يو چين پېژندنې اصل د هند سیاسي ژمنه او د دواړو هېوادونو د اړیکو سیاسي بنسټ دی.

چين له هند څخه غوښتي، چې خپله ژمنه پوره کړي، د تايوان اړوند مسئلې په دقت هوارې کړي او له دغې سیمې سره له هر هغه ډول رسمي تګ راتګ څخه ډډه وکړي، چې د چين او هند د اړيکو د پرېکون سبب ګرځي.