د چين دولت رئيس شي جين پینګ به د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنې د اکتوبر له ۲۲ مې تر ۲۴ مې نېټې پورې روسيې ته رسمي سفر ولري او هلته به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۶مې غونډې کې ګډون وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۸ مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې په روسيه کې د برېکس جوړېدونکې غونډه به په دغه سازمان کې د نويو غړو له شاملېدو وروسته لومړۍ غونډه وي او رئیس شي جين پينګ به په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره به د وروستي نړيوال وضعيت، د برېکس د غړو هېوادونو ترمنځ د عملي