د اسرائيل دفاعي ځواکونو او د دغه هېواد د ملي امنيت ادارې د اکتوبر په ١٧مې نېټې يوې ګډې اعلاميې کې ويلي، چې د حماس مشر يحيی سنور يې وژلی دی.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د روانې میاشتې په ۱۶مې نېټې د غزې په جنوبي سیمو کې نظامي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې سنوار هم وژل شوی دی.
سنوار د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مې نېټې پر اسرائيل د حماس د پراخ برید پلان جوړونکی او پلی کوونکی او د ګڼو اسرائیليانو د وژنې او توقیف مسؤول بلل کېده.
نوموړی تېر کال د غزې په سطحي تاسیساتو او د ځمکې لاندې تونلونو کې پټ و. اسرائيلي ځواکونو په دې وروستۍ اونۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د غزې په جنوب کې د حماس د جګپوړو غړو پر ممکنو پټنځایونو بریدونه کړي دي.
اسرائیلي پوځ وايي، د غزې په جنوب کې يې د حماس درې وسله وال وژلي او وروسته د مړو په پېژندنې کې مالومه شوه، چې يو پکې د حماس مشر يحيى سنوار و.