شي جين پينګ له ان هوی ولایت څخه ليدنه وکړه
CGTN2024/10/18 23:29:33
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جين پينګ پدې وروستيو کې د دغه هېواد له ان هوی ولایت څخه د ليدنې پر مهال د دغه ولایت له چارواکو څخه غوښتي، چې د پرمختګ نوې مفکوره پلې کړي، د هېواد له پرمختيايي ستراتېژيو ګټې پورته کړي او د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت، د نويو مخ پر ودې سکټورونو د پرمختګ، د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون او زرغون پرمختګ په هڅولو سره نمونه وګرځي.

شي جين پينګ د اکتوبر له ۱۷ مې نېټې څخه تر ۱۸ نېټې پورې د ان هوی ولایت له ان چينګ، هه فې او يو شمېر نورو ځايونو څخه ليدنه کړې او د ځايي تاريخي او کلتوري واټونو او سيمو او د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښتګرو زونونو د پرمختګ په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.