جاپانيانو د جاپان او امریکا د ګډو پوځي تمرینونو پر ضد لاریونونه کړي
CMG2024/10/18 10:12:01
شريکول:

د جاپان په ګڼو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې لاريونونه روان دي او د دغه هېواد او امريکا د ګډو تمرينونو پر ضد يې احتجاجونه پيل کړي دي.

د جاپان لسګونو مدني ټولنو او د لاريون ګډونوالو حکومت ته د جاپان او امريکې د ګډو تمرينونو په تړاو اعتراض لیکونه او غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د جاپان کيوډو خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، جاپاني او امريکايي ځواکونه به د اکتوبر له ۲۵مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د دغه هېواد په هوايي ډګرونو او بندرونو کې ګډ تمرينونه وکړي، چې څه د پاسه ۴۵ زره سرتيري به یې پکې ګډون ولري.

د جاپان شاوخوا شلو مدني ټولنو د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او له جاپان او امريکا څخه یې غوښتي، چې د اوکيناوا ولايت په ايشيګاکي ټاپو کې تمرينونه ونه کړي.