شي جين پينګ د سرچېنو ريسايکلينګ ګروپ جوړولو ته مهمې لارښوونې وکړې
CMG2024/10/18 15:32:51
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د هېواد د سرچېنې د ريسايکلينګ ګروپ د جوړولو په اړه مهمې لارښوونې کړې دي.

نوموړي ويلي، د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټه د زرغون پرمختګ، د سرچېنو ريسايکلينګ يا بياکارونې او د ښکلي چين ابادۍ ته ډېر مهم اهميت ورکوي او د هېواد د سرچېنو ریسایکلينګ ګروپ ته يې لارښوونه کړې، چې په بشپړ، دقیق او هراړخیز ډول د پرمختګ نوې مفکوره عملي کړي، د سرچېنو سپمولو ستراتیژي دې جدي پلې کړي، د کثافاتو او خځلو د بيا ریسایکلينګ اغېزمن ميکانيزم دې جوړ کړي او د چيني شکله عصريتوب او ملي سمسورتيا لپاره دې خپل رول ولوبوي.

د چين د سرچېنو د ريسايکلينګ ګروپ د جوړېدو ستره غونډه د اکتوبر د ۱۸مې نېټې په سهار په تيان جين ښار کې ترسره شوه.