په چين کې د مني ۷۰ سلنه کرنيز حاصلات راټول شوي
CMG2024/10/18 10:13:58
شريکول:

د چين د کرنې او کليو پراختيا وزارت يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د اکتوبر تر ۱۶مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د مني ۶۹.۵ سلنه کرنيز حاصلات راټول شوي دي.

مالومات ښيي، په چين کې د سږنيو جوارو ۷۲.۶ سلنه حاصلات، د شولو ۶۹.۴ سلنه حاصلات او د لوبيا ۸۳ سلنه حاصلات راټول شوي دي.

د چين بزګران اوسمهال په ټول هېواد کې د غنمو د کښت لپاره تياری نيسي او ۲۷.۵ سلنه چارې يې بشپړې کړې دي.