رئيس شي جین پینګ فو جیان او ان هوی ولايتونو ته سفر وکړ
CMG2024/10/19 15:19:46
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې له فو جيان او ان هوی ولايتونو څخه ليدنه وکړه.

فو جيان او ان هوی ته د رئيس شي  جین پینګ دغه سفر د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې دورې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د روحيې د پلي کولو په يو مهم وخت کې ترسره شوی دی. رئيس شي په دغو دوو ولايتونو کې د کليو بيا سمسورتيا، ورخلاصون، د کولتوري ميراثونو د ساتلو او تخنيکي نوښتونو د هڅولو په ګډون په برخو کې لازمې لارښوونې کړې دي.