د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په اتلسمې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي چې د دوی په هڅو سره روسيې او اوکراين یو ځل بیا د نوي پړاو بنديان تبادله کړل او په جلا جلا توګه يې يو بل ته ۹۵ تنه بنديان سپارلي دي.
اعلاميه وايي چې عربي متحده امارات به د روسيې او اوکراين ترمنځ د کړکېچ د سوله ييز حل وفصل لپاره لاره چاره ولټوي او د جګړې پر ښکېلو خواوو يې غږ کړی چې په ډيپلوماتيکو لارو چارو او خبرو اترو د اوسني وضعيت له لا شدت څخه ډډه وکړي. د دې ترڅنګ ياد هېواد د دې کړکېچ پر وړاندې د بشري ناورین د لرې کولو لپاره له هر ډول هڅو څخه ملاتړ کوي.