جرمني: د روسيې او اوکراين ترمنځ په کړکېچ کې باید د ناټو بې برخې کېدل تضمين کړو
CMG2024/10/19 10:48:47
شريکول:

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د اکتوبر په اتلسمې نېټې په برلېن کې ويلي چې هېواد به يې له اوکراين څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي، خو باید د لا لوی ناورين د رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره د روسيې او اوکراين ترمنځ په جګړې کې د ناټو بې برخې کېدل تضمين کړي.

نوموړي په همدې ورځ د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره د ياد کړکېچ او په منځني ختيځ کې د اوسني وضعيت په هکله خبرې اترې وکړې او په يوې ګډې خبري ناستې کې يې ويلي چې د پخوا په پرتله اوس دې ته لا اړتيا ده چې د منځني ختيځ د اوسني وضعيت او د سيمې شخړو د لا سختېدو مخه ونيسو.