د ټورېنګ جایزه ګټونکي لیسلي والیانټ سره ځانګړې مرکه
CMG2024/10/19 15:16:21
شريکول:

د بنسټیزو علومو د دوهم نړیوال کنفرانس د پرانیستلو په مناسبت، د ۲۰۱۰م کال د ټورېنګ جایزه (Turing Award) ګټونکی، د هاروارډ پوهنتون پروفیسور او په نړیواله کچه نامتو کمپیوټر ساینس پوه لیسلي والیانټ د چين مېډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله او د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ په اړه يې خپلې نظريې څرګندې کړې.

والیانټ په دې باور دی، چې په تېرو څو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ لامل د ژبې لوی ماډل(LLM ) رامنځته کول دي. دا د حیرانتیا خبره ده چې د ژبې لوی ماډل کولی شي خورا روانې ژبې رامنځته کړي، که دا انګلیسي وي یا چینایي ژبه. په راتلونکي کې، ماشینونه به زموږ د ژوند هر اړخ ته ننوځي. هغه څه چې ماشينونه اوس کوي، پخوا انسانانو کړي دي.

والیانټ د چين د تخنيکي کچې په اړه وويل، چینایان تل له علمي څېړنو سره ژوره علاقه لري. چينایان په دوديزه توګه له علمي څېړنو سره مينه لري چې دا يوه ستره ګټه ګڼل کېږي. چين اوسمهال د رياضي، کمپيوټر او بنسټيزو ساينسونو د پرمختيا لپاره په ټينګه پرمختګ کړی چې دا ډېر د ستاينې وړ چاره ده.