پوټين: د روسيې او چين اړيکې د متقابل درناوي پر بنسټ پرمختګ کوي
CMG2024/10/20 10:36:19
شريکول:

د برېکس هېوادونو د مشرانو ۱۶مه غونډه به د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې د روسيې په قزان ښار کې تر سره شي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين پر ځايي وخت په ۱۸مه نېټه په مسکو کې د برېکس هېوادونو له ځينو رسنيزو استازيو سره د کتنې پر وخت د چين ميډيا ګروپ خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ او و يې ويل، د روسيې او چين اړيکې د متقابل درناوي پر بنسټ پرمختګ کوي. د دواړو هېوادونو همکارۍ نه يوازې د غونډو اجتماع دي، بلکې په واقعي کړنو بدلېږي.

ولسمشر پوټين ويلي، له تېرو څو کلونو راهيسې د روسيې او چين ترمنځ سوداګريز حجم په چټکۍ سره زيات شوی، لاملونه يې دا دي چې دواړه هېوادونه يو او بل ته درناوی لري او يو د بل د ګټو د ساتلو هڅه کوي. د ده په خبره، د روسيې او چين ترمنځ سوداګريز بيلانس د دواړو خواوو د ګډو هڅو پايله ده.