د چيني اقتصاد مثبت بدلون د بهرنيو تصديو د پانګونې باور لا ټينګ کړی
CMG2024/10/20 14:30:58
شريکول:

له یوې مودې راهيسې بهرنيو تصديو او خبري رسنيو د اقتصادي پرمختګ لپاره د چين له خوا خپرو شویوو يو لړ تګلارو ته ډېر پام اړولی او په دې اند دي چې يادې تګلارې د چين د اقتصاد د نوي پرمختګ لپاره د حامي رول لوبوي. د پانګونې د غوره موخې په توګه د چين جذب هم مخ په زیاتېدو دی . د اکتوبر په اتلسمه نېټه د چين حکومت د روان کال په لومړيو درېیو ربعو کې اقتصادي شمېرنه خپره کړې چې د چين اقتصاد په اړه يې د دوی خوشبيني ثابته کړې ده.

شمېرنه ښيي د روان کال په لومړيو درېیو ربعو کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۸۴۹۷۴ميليارډه او ۶۰۰ مليونه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه اته زياتوالی ښيي. دغه پرمختيایي سرعت د چين لپاره يو اسانه کار نه دی. د روان کال له پيل راهيسې عمومي اقتصادي چاپيريال کې ډېر بدلونونه راغلي دي او د اقتصاد پر وړاندې بهرني فشارونه هم ډېر شوي او دغه راز د چين اقتصادي جوړښت هم د تنظيمېدو په کليدي پړاو کې دی. خو د پرمختيايي فشارونو پر وړاندې د چين د حکومتي تګلارو اغيزې هم څرګندې شوې او په عمده اقتصادي ګرافونو کې مثبت بدلونونه هم راغلي دي. د چين اقتصاد په ثابت ډول پرمختګ کړی چې ورڅخه قوي بالقوه ځواک ښکاري.

دا د پاملرنې وړ خبره ده چې د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چين اقتصادي حالت لږ څه بدل شوی دی. په لومړۍ ربعه کې اقتصادي پرمختیايي انډول په سلو کې پنځه اعشاريه درې زيات شوی او په دويمه او درېیمه ربعه کې يې په جلا جلا توګه په سلو کې څلور اعشاريه اووه او څلور اعشاريه شپږ زياتوالی ښودلی دی. نو موږ څنګه دغو بدلونونو ته وګورو؟ د بهرنيو عواملو له لحاظه د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا اټکل شوې موخې ته نه ده رسېدلې، په عين وخت کې جيوپوليټيکو شخړو او سوداګريزو کشالو هم د هېواد پر اقتصاد منفي اغيزه کړې ده. د کورنيو عواملو له لحاظه د هېواد په دننه کې اړتياوې د اعاده کېدو په حال کې دي او د اقتصاد پرمختیايي حياتي ځواک هم د بدلېدو په پړاو کې دی. دغه راز د نورو عواملو موجوديت د دغو بدلونونو سبب شوی، خو دا يو عادي کار دی. دا چې بدلېدونکی انډول ډېر نه دی او لاهم په سلو کې پنځه ساتل شوی دی.

بل دا چې د اقتصادي پرمختګ، استخدام، د پيسو پړسوب، نړيوال عايد او لګښت ته په کتو سره د چين اقتصاد لاهم په ثابت ډول روان دی او باکيفته پرمختګ يې کړی دی. په تېره بيا د سپتمبر په وروستۍ لسيزه کې د اقتصادي پرمختګ د پرمخبېولو په پار د يو لړ تګلارو په خپرېدو سره بازاري باور لا ټينګ شوی او څو ګرافونه هم ښه شوي دي. د بېلګې په توګه په سپتمبر کې د پي اېم اې ګراف په سلو کې ۴۹ اعشاريه ۸ و چې د اګست په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه اووه لوړ شوی دی. په دې جمله کې تولیدي ګراف په سلو کې ۵۱ اعشاريه ۲ و او هم په سلو کې يو اعشاريه څلوريې زياتوالی ښودلی دی. دا د دې ښکارندويي کوي چې بازاري حیاتي ځواک لا پياوړی شوی او پر اقتصاد د خلکو باور هم لا ټينګ شوی دی.

ياد بدلونونه هم په چین کې د بهرنيو تصديو د پانګونو له زياتوالي څخه کتلی شوو. څو ورځې دمخه د امریکا د اېپل شرکت لابراتوار په شن جن ښار کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی او د امريکا د جي يي طبي شرکت هغه پلان اعلان کړی چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به په چين کې د توليداتو د څېړنې لپاره خپله پانګه دوه چنده زیاته کړي. د دوی په اند بايد له چين سره ژورې همکارۍ وکړي تر څو د نړۍ تصدۍ له چينايي بازار څخه برخمنې شي.

دا حقيقت دی چې د بهرنيو تصديو لپاره چين نه يوازې د توليداتو د پلورلو لوی بازار دی بلکې د نوښت لويه صحنه هم ده.

اوس د چين په ګوانګ جو ښار کې د صادراتي او وارداتي توليداتو ۱۳۶مه معاملوي غونډه روانه ده او څو ګرافونو هم نوی ريکارډ جوړ کړی دی. تر نيمې مياشتې وروسته به په شانګهای ښار کې د چين د وارداتو اووم نړيوال نندارتون پرانيستل شي. د دې ترڅنګ د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې د ورخلاصون د پراخوالي په پار د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره به بهرنۍ تصدۍ په چين کې لازیات نوي فرصتونه تر لاسه کړي.