د اسرائيلي صدراعظم دفتر د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، د لبنان حزب الله د همدې ورځې په سهار د اسرائيل په شمالي ښار قيساريه کې د دغه هېواد د صدراعظم نيتانياهو د شخصي استوګنې په موخه يوه بېپيلوټه الوتکه لېږلې ده.
د دغې اعلاميې له مخې، د بريد په وخت کې نيتانياهو او مېرمن يې په کور کې نه وو او په دې بريد کې هېچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اسرائيل پوځ په ۱۹مه نېټه ويلي، يوه بېپيلوټه الوتکه د قيساريه ښار پر يو ملکي کور لوېدلې ده.