د غزې پر شمال اسرائيلي بمباريو لږ تر لږه ۷۳ تنه وژلي
CMG2024/10/20 10:42:11
شريکول:

د حماس رسنيز دفتر د اکتوبر د ۱۹مې نېټې په شپه په يوې اعلاميې کې ويلي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په شمال پر يو ملکي استوګنځي بمبارۍ کړې او په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۷۳ تنه وژلي دي.

د دغې اعلاميې له مخې، د دغه بريد له امله لسګونه تنه ټپيان يا ورک شوي چې اکثريت يې ماشومان او ښځې دي. امريکا، برېتانيا، جرمني او فرانسه د اسرائيل د شويو جرمونو په اړه پوره پړه لري.