شي جين پينګ د اندونيزيا د ولسمشر په توګه د پرابوو د ټاکل کېدو له امله ور ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2024/10/20 15:38:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۰مه نېټه ښاغلي پرابوو سوبيانتو ته پيغام استولی او د اندونيزيا د ولسمشر په توګه د ده د ټاکل کېدو له امله يې ور ته مبارکي وويله.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چين او اندونيزيا دوديز نيک ګاونډيان دي. د دواړو هېوادونو د ستراتيژيک همکاري مشارکت په پر له پسې پرمختګ کوي او دوه اړخيزې اړيکې يې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوي پړاو ته ننوتلې دي.

د شي جين پينګ په خبره، هغه غواړي له ولسمشر پرابوو سره خپلمنځي ستراتيژيک تماسونه نژدې وساتي، د چين او اندونيزيا د ګډ برخليک د ابادۍ لارښوونه وکړي او د دوو پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د ګډ پرمختګ، يووالي او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ نوی باب پرانيزي.