د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن د ۲۰۲۴م کال د برېکس هېوادونو د سرمشريزې په درشل کې په مجازي نړۍ کې په انګليسي، هسپانوي، عربي، فرانسوي او روسي ژبو يوه سروې خپره کړې، چې د خپرېدو په ۲۴ ساعتونو کې پرې ۱۸۹۶۱ بهرنيو انټرنيټ کاروونکو نظرونه څرګند کړي دي.
د سروې زياتره ګډونوالو هيله ښودلې، چې د برېکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم د کمزوري نړيوال اقتصاد او پېچلې نړيوالې ادارې د ښه والي لپاره خوځنده قوت برابر کړي.
د دغې سروې د ۹۲،۸۷ سلنې ګډونوال په دې نظر دي، چې د برېکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم به د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او د ۹۴،۲ سلنې ګډونوالو یې د دغه ميکانيزم اغېزې د پراختيا په حال کې بللې دي.
د سروې د ۹۴،۱ سلنې ګډونوالو بیا ويلي، چې د برېکس همکاريز ميکانيزم د نويو اقتصادونو د څواړخيز همکاريز ميکانيزم په توګه د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره خوځنده قوت برابروي.