د پرمختيايي هېوادونو د فکري مرکزونو نړيوال فورم د ۲۰۲۴م کال د برېکس هېوادونو د مشرانو سرمشريزې په درشل کې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.
دغه فورم ته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نړيوالې څانګې مشر ليو جيان چاو او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ويډيويي ويناوې کړې دي.
په نوموړي فورم کې د ۷۶ هېوادونو مشرانو او حکومتي استازو، د فکري مرکزونو کارپوهانو او د خبري رسنيو استازو حضوري او انلاين ګډون کړی و او ۴۰ برخوالو فکري مرکزونو پکې (( د ګډ برخليک پر بنسټ د سمسورې نړۍ په ابادۍ کې د پرمختيايي هېوادونو د فکري مرکزونو د همکاريو پېشنهاد )) خپور کړی دی.
د چيني رسنيو ترڅنګ، ۱۲۱۵ بهرنيو مهمو رسنيو د دغه فورم په اړه ۱۳۷۰ راپورونه ورکړي او په مجازي نړۍ کې یې د کتنې شمېر له ۳۹ ميليونو او ۸۵۰ زرو ځلو څخه اوښتی دی.