د برازيل ولسمشرۍ ماڼۍ د اکتوبر په شلمې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر اناسيو لولا دسيلوا به د روغتيا پالانو په وړاندې د برېکس هېوادونو د مشرانو په شپاړسمې سرمشريزې کې انلاين ګډون وکړي.
ټاکل شوې، چې دغه سرمشريزه به د روسيې په کازان ښار کې د روانې میاشتې په دوه ويشتمې نېټې پېل شي او تر څلورويشتمې نېټې پورې به دوام ولري.
د برازيل ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې روغتياپالانو ولسمشر لولا له اوږد هوايي مزل څخه منع کړی، نو د همدې له امله نوموړي کازان ته خپل سفر لغوه کړی او په انلاين ډول به په یادې سرمشريزې کې ګډون ولري.
د سوريې – لبنان روغتون، چې د برازيل په پلازمېنې برازيليا کې فعاليت لري، د اکتوبر په شلمې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر لولا تېره ورځ په خپل کور کې د يوې پېښې له امله ټپي شوی او بیا ياد روغتون ته ليږدول شوی دی.
روغتياپالانو د ولسمشر لولا وضعيت ارزولی او د يوې مودې لپاره يې له اوږده هوايي مزل څخه منع کړی دی.
اعلاميه وايي، ولسمشر لولا په خپل دفتر کې ورځنۍ عادي چارې ترسره کولی شي.