د عراق پوځ ۴ داعشيان وژلي
CMG2024/10/21 10:47:02
شريکول:

د عراق د ګډو عملياتو قومندانۍ مطبوعاتي مرکز د اکتوبر په ۲۰مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې د دغه هېواد په صلاح الدين ايالت کې هوايي بريدونه کړي او د داعش ۴ وسله وال يې وژلي دي.

اعلاميه وايي، د عراق د پوځ استخباراتي ادارې د صلاح الدين ايالت په شمال کې له څو ورځنۍ څارنې وروسته د داعش څو کسیزه وسله واله ډله کشف او هوايي بريدونه یې پرې کړي دي.

اعلاميه وايي، عراقي ځواکونو په يادو بريدونو کې د داعش د يو مشر په ګډون ۴ وسله وال وژلي دي.

اعلاميه زياتوي، عراقي ځواکوو له هوايي بريدونو وروسته، په سیمې کې د وسله والو يو شمېر وسلې، کارتوس، مخابراتي وسایل او یو لړ نور توکي هم له منځه وړي دي.