په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو د اکتوبر په شلمې نېټې په يوې اعلاميې کې پر اسرائيلي پوځ نيوکه کړې، چې په همدې ورځ يې د دغه هېواد په جنوبي سرحدي سيمې کې په بد نيت د سوله ساتو ځواکونو د څار برج په نښه او ويجاړ کړی دی.
اعلاميې د ملګرو ملتونو پر اډو تيری او د شتمنيو تخريب يې له نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا له ۱۷۰۱م پرېکړه ليک څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.
په اعلاميې کې د اسرائلي ځواکونو دغه کړنه نه يوازې د نړيوال بشري قانون پر خلاف، بلکې د سوله ساتو امنيت ته هم خطر بللی دی.