اسرائيلو پر بيروت ښار سخت بريدونه کړي
CMG2024/10/21 10:29:12
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د اکتوبر د ۲۰مې نېټې په سهاروختي د لبنان د پلازمېنې بيروت پر جنوبي ورڅېرمه سيمو سخت هوايي بريدونه کړي دي.

د لبنان د حزب الله اژانس ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې په سهار د پلازمېنې بيروت پر جنوبي ورڅېرمه سيمو لږ تر لږه ۴ هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې د پېښو په ځایونو کې ودانۍ وېجاړې شوې دي.

د اسرائيل پوځ په اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې د لبنان د پلازمېنې بېروت پر ځينو سیمو بريدونه کړي او د حزب الله درې قوماندانان یې په نښه کړي دي.