شي جين پينګ د هېواد په کچه د اقتصاد او تخنيک د انکشافي زونونو د چارو لارښوونه وکړه
CMG2024/10/21 09:55:23
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د هېواد په کچه د اقتصاد او تخنيک د انکشافي زونونو د چارو لارښوونه کړې او د دغو زونونو ابادي يې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق مهم ګام بللی دی.

نوموړي ويلي، چين له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د هېواد په کچه د اقتصاد او تخنيک د انکشافي زونونو د ورخلاصون پر پياوړتيا ټينګار کړی، اصلاحات او نوښتونه يې ژور کړي او د پرانيستي اقتصاد د نوي ميکانيزم د ابادۍ، د سيمو د همغږي پرمختګ او د صنايعو د باکيفيته پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ ويلي، د هېواد په کچه د اقتصاد او تخنيک انکشافي زونونه به د نوې زمانې په نوي مزل کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس او د دغه ګوند د شلمې مرکزې کمېټې د دوهمې او درېيمې عمومي غونډې اصول عملي کړي، د دغه ګوند تر هراړخيزې مشرۍ لاندې او د نوي پرمختګ د مفکورې په تطبيق سره به د چيني شکله عصري کېدو بهير مخ پر وړاندې بوځي، د نوښت دواملرونکی قوت به یې پياوړتيا ومومي او د لوړې کچې ورخلاصون له لارې به ژور اصلاحات او باکيفيته پرمختګ بشپړ کړي.