د سوريې ولسمشر بشار الاسد د اکتوبر په شلمې نېټې خبري رسنو ته ويلي، چې حکومت يې وطن ته د سوري کډوالو د ستنېدو چارو ته امتيازي اهميت ورکړی دی.
د سوريې خبري اژانس د اکتوبر په شلمې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر بشارالاسد په همدې ورځ د اردن له بهرنيو چارو وزير ايمن الصفدي سره د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييز امنيت په اړه خبرې کړي او په ترڅ کې يې خپل هېواد ته د سوري کډوالو د ستنېدو پر چارو ورسره غږیدلی دی.
نوموړي ويلي، سوريه د خپلو کډوالو د راستنېدو لپاره د اړين قانون او تقنيني چاپېريال د جوړولو په چارو کې مهم ګام پورته کړی دی.