د چين او روسيې د سیاسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په وياړ انځوريزه ننداره پيل شوه
CMG2024/10/21 10:23:51
شريکول:

د چين او روسيې د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د انځورونو ننداره د اکتوبر په ۱۹مې نېټې د روسيې د تاتارستان په مرکز کازان ښار کې پرانيستل شوه.

سږ کال د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او هم دغه کال د دواړو هېوادونو د کلتور د کلني فعاليت پيلامه ده.

په دغې نندارې کې د سينهوا اژانس لخوا اخيستل شوي۳۶ انځورونه نندارې ته وړاندې شوي او هم د کلتور، اقتصاد، سوداګرۍ او تخنيک په شمول په بېلا بېلو برخو کې د چين او روسيې ترمنځ د تګ راتګ او همکاريو لاسته راوړنې پکې ښودل شوې دي.