قیس سعيد د تونيس د ولسمشر په توګه نوې دوره پيل کړه
CMG2024/10/22 11:16:16
شريکول:

د تونيس برحاله ولسمشر قيس سعيد د اکتوبر په ۲۱‍مې نېټې د دغه هېواد په پارلمان کې لوړه وکړه او د ماموريت نوې دوره يې پيل کړه.

نوموړي ژمنه کړې، چې د تونیس ملي خپلواکي او د خاورو بشپړتيا به ساتي، د دولت اساسي قانون او نورو قوانينو ته به درناوی لري او د هېواد ملي ګټې به سره کرښه بولي.

نوموړي د تونيس ملي حاکميت سره کرښه یاده کړې او ويلي يې دي، چې نور هېوادونه ترې پښه نه شي اړولی.

قیس سعيد د ترهګرۍ او فساد پر وړاندې مبارزې د تونیس لپاره کليدي ننګونې بللي او ژمنه يې کړې، چې ډېر ژر به يې پر وړاندې ګامونه واخلي.