د لبنان روغتيا وزارت د اکتوبر په ۲۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د پلازمېنې بيروت په جنوب کې رفيق الحريري روغتون ته نژدې پر يوې ودانۍ هوايي بريد کړی، چې له امله یې د يو ماشوم په شمول لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
ياد روغتون په لبنان کې روغتيا وزارت ته نژدې او د دغه هېواد تر ټولو لوی دولتي روغتون دی.
د لبنان حکومت او مرستندويه ادارو له بريد وروسته په سیمې کې د بيړنۍ ژغورنې کارونه ترسره کړي او ټپيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي.