امريکا له اوکراين سره د څلور سوه ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرسته کوي
CMG2024/10/22 11:17:10
شريکول:

امريکا حکومت د اکتوبر په ۲۱مې نېټې اعلان کړی، چې اوکراين ته به د څلور سوه ميليونو امريکايی ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرستې برابرې کړي.

د امريکا دفاع وزير لویډ استين، چې اوسمهال له اوکراین څخه په ليدنې بوخت دی، ويلي چې واشنګټن به له کيف څخه ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امريکا دفاع وزارت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې واشنګټن د ۲۰۲۲ م کال له فبرورۍ راهيسې، چې کله د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه پېل شوې، کیف ته د ۵۹ ميليارډو او ۵۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت کليدي پوځي مرستې برابرې کړې دي.