اسرائيلي ځواکونو په دمشق کې د ملکي وګړو پر يوه موټر بريد کړی
CMG2024/10/22 11:12:03
شريکول:

د سوريې پوځ د اکتوبر په ۲۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ  په پلازمېنې دمشق کې د ملکي وګړو پر يوه موټر بريد کړی، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د دمشق په لوېديځ کې د ماښام په پنځو بجو او ۱۷ دقيقو د ملکي وګړو يو موټر په نښه کړی، چې له امله يې دوه ملکیان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

اعلاميه زياتوي،  دغه بريد د شاوخوا سيمو مالونو او توکو ته هم زيانونه رسولي دي.