د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د اکتوبر په ۲۲مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې ويلي، هېواد يې او هند له يوې مودې راهيسې په ډيپلوماتيک او پوځي چينلونو د سرحدي مسئلې په اړه خپلمنځي تماسونه نژدې ساتلي او د حل يوه لايحه يې پيدا کړې ده.
د ده په خبره، چيني لوري د دې مثبته ارزونه کوي او په راتلونکې کې به له هندي لوري سره د يادې لايحې د پلې کولو هڅه وکړي.