د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ٢٢مې نېټې لونګ څونګ ته د ويتنام د نوي دولت رئیس د ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پیغام کې ویلي، چې هغه د چين او ويتنام د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او په وروستيو کلونو کې یې له ويتنامي مشرانو سره نږدې ستراتيژيکې اړيکې پاللې دي.
شي جين پينګ ويلي، له خپل ويتنامي سیال لونګ څونګ سره به د چين او ويتنام د ګډ برخلیک ټولنې د پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.