لونګ څونګ د ويتنام د دولت رئيس په توګه وټاکل شو
CMG2024/10/22 11:09:17
شريکول:


 ويتنام د ۱۵م ملي کانګرېس اتمه غونډه د اکتوبر په ۲۱مې نېټې ترسره شوه او د رايګيرۍ له لارې یې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او د مرکزي سکرتريت د دايمي چارو منشي لونګ څونګ د دولت د نوي رئيس په توګه ټاکلی دی، چې د ماموريت موده به يې تر ۲۰۲۶ کاله دوام ولري.

د ويتنام ملي کانګرېس د برېښنايي رايګيرۍ له لارې يو پرېکړه ليک تصويب کړی او لونګ څونګ یې د دغه هېواد د نوي دولت رئيس په توګه ټاکلی دی.

د ويتنام ملي کانګرېس۴۴۰ ګډونوالو استازو لونګ څونګ ته موافقې رايې ورکړي، چې شمېر يې د دغه کانګرېس د استازو د عمومي شمېر په سلو کې ۹۱ اعشاريه ۶۷ نيسي.