شي جين پينګ د لاوس د خلکو انقلابي ګوند له عمومي منشي او دولت رئيس سره وکتل
CMG2024/10/23 10:36:06
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۲مې نېټې په شپه د روسيې په کازان ښار کې د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي تونګلون سيسوليتس سره کتلی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره د کتنې پر مهال ويلي، نړيوال حالات که هر څنګه بدلېږي، چين به د لاوس تلپاتې وفادار دوست او همکار وي او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه خپلمنځي نظرتبادلې او تګ راتګ زيات کړي او د متقابلې پاملرنې وړ مرکزي ګټو او مهمو مسئلو کې يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې د چين ـ لاوس رېلپټلۍ رول پياوړی کړي، د خپلمنځي اقتصادي دهليز ابادۍ ته دې پرمختګ ورکړي او په ګډه دې د کمربند او لارې همکاريزه نمونه جوړه کړي.

رئيس شي جين پينګ خپل لاوسي سیال ته د ختيځې اسيا د مشرانو د همکارۍ لړيزو غونډو د بريالي کوربتوب له امله مبارکي ويلې او د برېکس هېوادونو په اړوندو همکاريو کې يې د لاوسي لوري د مثبت ګډون هرکلی کړی دی.

نوموړي زياته کړې، دواړه خواوې دې څواړخيزې همکارۍ او همغږۍ پياوړې کړي او نړيوال عدالت او انصاف او د پرمختيايي هېوادونو ګټې دې په ګډه وساتي.