شي جين پینګ د هند له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره ولیدل
CMG2024/10/23 21:34:21
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د سږنۍ سرمشریزې په څنډې کې د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره لیدلي دي.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چین او هند دې د تاریخي تمایل او د خپلمنځي اړیکو د پرمختګ پر سم لوري ګامونه واخلي او د دواړو هېوادونو د خلکو د بنسټیزو ګټو لپاره دې کار وکړي.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي، خپلمنځي اختلافات دې ښه حل او د یو بل د پرمختګ ملاتړ دې وکړي، نړیوالې دندې دې پرغاړې واخلي او څواړخیزم او نړيوالې ډيموکراتیکې اړیکې دې وهڅوي.