لسګونو اسرائيليانو په تل ابیب کې د بلینکن هوټل ته نژدې مظاهره کړې
CMG2024/10/23 14:30:26
شريکول:

د اسرائيل په پلازمېنې تل ابیب کې لسګونو کسانو د هغه هوټل مخې ته لاريون کړی، چې د امریکا بهرنيو چارو وزیر پکې استوګن دی.

لاريونوالو بېلا بېل شعارونه ورکول او د اسرائيلي یرغملو د ژر خوشې کېدو غوښتنه يې کوله.

د امريکا بهرنيو چارو وزير بلينکن د اکتوبر په ٢١مې نېټې له اسرائيل او د منځني ختيځ له نورو هېوادونو څخه ۵ ورځنۍ ليدنه پيل کړې او د همدې مياشتې په ۲۲مې نېټې يې په بيت المقدس کې د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نېتانياهو سره لیدلي دي.

دا د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړې د نوي پړاو له پیلیدو وروسته منځني ختیځ ته د بلینکن ۱۱م سفر دی او د تېرې میاشتې له پای راهيسې، چې د اسرائیل او د لبنان د حزب الله ترمنځ شخړې زور اخیستی، منځني ختیځ ته د نوموړي لومړی سفر دی.