د عراق صدراعظم محمد شيعه السوداني د اکتوبر په ۲۲مې نېټې رسنيو ته ويلي، عراقي ځواکونو د دغه هېواد په شمالي غرونو کې پوځي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش مشر او ۸ نور جګپوړي غړي وژل شوي دي.
د عراق د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ رسنیز مرکز د روانې میاشتې په ۲۲مې نېټې یوې اعلامیې کې ويلي، چې عراقي ځواکونو د استخباراتي مالوماتو او څو میاشتو د څار او پلټنې پر اساس د دغه هېواد په حمرین غرونو کې د داعش پر مرکز برید کړی، چې په پایلې کې يې د عراق لپاره د داعش د والي جاسم المزروعي ابو عبدالقادر په شمول ۹ ترهګر وژل شوي دي.
اعلاميه وايي، د داعش د اتو نورو جګپوړو غړو هویت به د ډي اېن اې ټېسټ له لارې مالوم او له رسنيو به یې شریک کړي.