شی جين پینګ: موږ دې د ابتکاري بريکس ميکانيزم اباد کړو او د باکيفیته پرمختګ مخکښ ځواک ته وده ورکړو
CGTN2024/10/23 23:08:16
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د بريکس هېوادونو د ۱۶مې سرمشریزې په لويه چوکاټي غونډه کې ګډون وکړ او د بریکس د راتلونکي پرمختګ په هکله يې مهم وړاندیز وکړ.

شي جين پینګ دې ته په اشارې سره ويلي: موږ دې ابتکاري بريکس ميکانيزم جوړ کړو او د باکيفیته پرمختګ مخکښ ځواک به وګرځو او دغه راز موږ دې د زمانې له غوښتنې سره سم نوی باکيفيته تولیدي ځواک ته  پرمختګ ورکړو. چين په وروستیو کې د چين او بريکس هېوادونو د مصنوعي ځيرکتیا پرمختيایي او همکاريز مرکز جوړ کړی او په راتلونکې کې به د بريکس هېوادونو د ژورو سمندري سيمو د سرچينو نړيوال څېړنیز مرکز، په چین کې د بريکس هېوادونو د ځانګړي اقتصادي سیمې همکاريز مرکز، په چین کې د بريکس هېوادونو د صنعتي توان مرکز او د بريکس هېوادونو د ډيجيټلي چارو همکاريزه شبکه اباده کړي. نو په دغو برخو کې د بېلا بېلو خواوو د برخې اخيستنې هر کلی کوو.