د برېکس ۱۶مه سرمشریزه د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شوه، چې د چین، مصر هند، ایران، جنوبي افریقا او عربي متحده اماراتو په شمول د ځینو هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين یې مشري کړې ده.
د چین دولت رئیس شي جين پينګ دغې سرمشریزې ته په وینا کې د برېکس د نویو غړو هرکلی کړی او نورو هېوادونو ته یې هم بلنه ورکړې، چې د دغه سارمان غړيتوب واخلي.
نوموړي ويلي، نړۍ د ترنګېلتیا په حال کې ده او پر نړيوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډ بریاليتوب بیرغ وچت ونيسي.
شي جين پينګ د برېکس د راتلونکي پرمختګ په پار ۵ فقرییز وړاندیز کړی، چې دغه سازمان دې د سولې او خوندیتوب ساتونکی واوسي، ابتکاري ميکانيزم دې جوړ کړي، زرغون پرمختګ دې وهڅوي، عادلانه اداري سیسټم دې وساتي او کلتوري تګ راتګ دې پرمخبوځي.