د چين او روسيې د اړيکو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د انساني تګ راتګ او کلتوري نظر تبادلې فعاليت ترسره شو
CMG2024/10/23 15:32:36
شريکول:

د چين او روسيې د اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې د نمانځنې په پار د انساني تګ راتګ او کلتوري نظرتبادلې فعاليت د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د روسيې په کازان ښار کې د چين ميډيا ګروپ او د ټولې روسيې ملي ټلويزيون په ګډو ترتيباتو ترسره شوی دی.

د فعاليت برخه وال په روسيې کې له ليانګ جو سره د مخامخ کېدو په نوم د ځانګړي کلتوري نندارتون د پيل، د چين ميډيا ګروپ او څو روسي ارګانونو ترمنځ د همکاريزو سندونو د لاسليک، د دواړو هېوادونو د رسنيو په همکارۍ د څو پروګرامونو د خپرېدو شاهدان پاتې شوې دي.

د روسيې ولسمشرۍ دفتر دغه فعاليت ته پيغام استولی او د بريالي ترسره کېدو په پار يې کوربانو ته مبارکي ويلې او د فعاليت برخه والو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې دي.