د چین د دولت رئیس شي جين پینګ د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د بريکس هېوادونو د ۱۶مې سرمشریزې په لويه چوکاټي غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې اوس نړۍ د ګډوډۍ او اصلاحاتو انتخاب په کليدي پړاو کې ده.
هغه زياته کړه: آيا پر دغې ګډوډۍ سترګې پټې کړو اويا بېرته سوله یيز او پرمختيایي لوري ته د راتګ لپاره هڅې وکړو؟ که څه هم د زمانې ستونزې ډېرې وې، مونږ لاهم بايد په ټينګې ارادې او زړورتوب سره د دی لپاره هڅې وکړو چې بريکس ميکانيزم د نړۍ په جنوب کې د پرتو هېوادونو د يووالي او همکارۍ مهمه لاره او د نړیوالې ادارې او اصلاحاتو مخکښ ځواک وګرځي.